مقاومت به د اسرائیلو هرډول نوي تیري ته سخت ځواب ورکړي

د لبنان د حزب ا... غورځنګ عمومي منشي وویل: مقاومت داسرائیلو هرډول نوي تیري ته ځواب ورکوي.
د ایرنا د رپورټ له مخې د سید حسن نصرا... بیګا ماښام المیادین ټي وي ته په یوه مرکه کښې وویل: په سوریې باندې هرډول تیری او حمله، په مقاومت باندې تیرې او حمله ده او په دې وجه به ورته ځواب ورکوو.
حسن نصرا... دې ته په اشارې رسه چې د لبنان مقاومت په ډول ډول وسلو سنبال شوی دی، وویل چې د مقاومت پوځي څانګه صهیونیسټي دښمن او نورو دښمنانو ته د غاښ ماتونکي ځواب لپاره چمتو کړې شوې ده.
هغه وویل که اسرائیل د مقاومت د توان او قدرت د ازمایلو تکل وکړي نو دا به یې ډیره ستره تیروتنه وي.
د حزب ا... عمومي منشي د خپلو ویناو په دوام کښې له داعش ترهګرې ډلې څخه د ترکیې ملاتړ ته په اشارې سره وویل چې ترکیه د داعش تکفیري او ترهګرې ډلې ترشا ولاړه ده او دا هغه حقیقت دی چې د سیمې او د امریکې په شمول د سوريې په کړکیچ پورې اړوند د نړۍ ټول هیوادونو پرې ښه خبر دي.

Add new comment