امام موسی صدر

۳۶ کاله وړاندې، د ۱۹۷۸ زیږدیز کال د اګست د میاشتې په ۳۱مه، امام ((موسی صدر)) له الجزایر څخه لیبیا ته د سفر په بهیر کې، په شکمنه توګه تري تم شو.
امام موسی صدر په ایران کې د قم په سپيڅلي ښار کې په ۱۹۲۸ کال کې وزږید.
هغه له تحصیل وروسته لبنان ته روان شو.
هغه مهال د لبنان مسلمانان په بدو اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو شرايطو کې و.
نو ځکه امام موسی صدر، د هغوی د وضعیت د ښه کولو لپاره پر مهمو  او بنسټیزو اقداماتو لاس پورې کړ او د (( مجلس اعلای شیعیان لبنان)) په نوم یې د شیعیانو په چارو پورې اړونده جوړښتونو طرح یې ددغه هېواد په پارلمان کې تصویب کړه او دنوموړې شورا د مشرۍ لپاره وټاکل شو.
امام موسی صدر د صهیونیسټ رژيم پر وړاندې د فلسطینیانو له مبارزې په بشپړه توګه ملاتړ کاوه او په دې  او همدرانګه د لبنان د مسلمانانو له حقوقو ددفاع لپاره یې (( حرکت المحرومین)) جوړ کړ.
تر اوسه پورې د امام موسی صدر د برخلیک د معلومولو لپاره مختلفې هڅې کومې پایلې ته نه دي رسېدلې.

Add new comment