داعش او رژیم صه

داعش په سیمه کښې دصهیونیسټ رژیم دپروژې اجرا کیدل دي .
دسیاسي مسایلو کارپیژاندد داعش ترهګرې ډلې اقدامات په سیمه کښې د ناامنیو د زیاتولو لپاره د صهیونیسټي پروژې اجرا کول وبلل .
دسیاسي مسایلو کارپیژاند قاسم غفوري وویل داعش په سیمه کښې د بل جعلي رژیم د رامینځته کولو لپاره له عربي ارتجاع سره یوځاې دامریکا او صهیونیسټ رژيم پروژه ده .
دسیاسي مسایلو دغه کارپیژاند وویل صهیونیسټ رژيم دزوال په حال کښې دی او امریکا او دسلطې نظام دداعش په اوزار او هماغه په تیرو سیاستونو سره په سیمه کښې دیوې بلې سرطاني غدې د رامینځته کولو کوشش کوي .
دغه کارپيژاند وویل صهیونیسټان او داعش ترهګره ډله دځمکو په نیولو او دعادي خلکو په وژلو کښې ورته عمل کوي .
دغه راز د سوريې د ولسمشر درسندویو او سیاسي چارو سلاکارې میرمن بثنیه شعبان دتکفیریانو د خطر دختمولو لپاره دنړیوال بسیج کیدا پرضرورت ټینګار وکړ .
هغې دداعش دترهګرو له خطر سره د مبارزې لپاره د یوه نړیوال ائتلاف دجوړیدا پرضرورت ټینګار وکړ .
د سوريې د ولسمشر درسندویو او سیاسي چارو سلاکارې میرمن بثنیه شعبان دسوریې دحقیقتونو په انعکاسولو کښې د لویدیځو رسنیو په کړچار نیوکې سره وویل په زرګونو کسان دداعش په شمول دترهګرو ډلو په لاس په سوریې کښې وژل کیږي او داپه داسې حال کښې دي چې دلویدیځو هیوادونو رسنۍ ددغو جنایتونو یوې کوچنۍ برخې ته هم اشاره نه کوي .
هغې وویل داعش ډلې په تیرې دوشنبې ورځې دسوریې په شمال کښې په رقه سیمه کښې دیوې قبیلې د اووه سوه غړي ووژل او ویې ویل دسوریې ډیرو خلکو وسلې په لاس کښې اخیستي دي او دپوځ په څنګ کښې له ترهګرو سره جنګیږي داپه داسې حال کښې دي چې لویدیځ هیوادونه په سیمه کښې دهغو هیوادونو ملاتړ کوي چې په خپله په سیمه کښې د ترهګرۍ اصلي ملاتړي او مشران دي .
Add new comment