روسیه دپاکستان دتوغندوي صنایعو له پراختیا سره مخالفه ده

ریانوستي خبري اژانس وايي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون په یوې وینا کښې دپاکستان دسیاسي جوړښت پیچلتیا او ناپایدارۍ ته په اشارې سره په پاکستان کښې د مینځ واټنه توغندیو جوړیدل دروسیې د اندیښنې عامل وبلل .
دروسیې ولسمشر پوتین په دوام کښې چین او هندوستان دخپل دوستو هیوادونو په توګه یاد کړل او ددغودوو هیوادونو د توغندیو دپراختیا هرکلی یې وکړ .
هغه ددنیا له ټولو هیوادونو سره د روسیې داړیکو ددوام پرضرورت ټینګار وکړ او ویې ویل روسیه باید له پاتې دنیا سره خپل ارتباط او اړیکې غوڅې نکړي .

Add new comment