په پاکستان کې یو شمیر ځان مرګي له جنایته مخکې ونیول شول

دپاکستان په ځينوښآرونو کې هغه پراخې پلان شوي حملې چې دپاکستان دخپلواکۍ په ورځ دحکومت دمخالفانو په کیدونکو لاریونونواو مظاهرو کې دخلکو نښه کولو لپاره پلان شوې وې، پرون کشف اوشنډې شوې .
راپورښئ دپاکستان پولیسو ویلی دي په دغو عملیاتو کې چې دخیبرپختونخوا ه صوبې د ډيره اسماعیل خان په شاوخواکې شوي ، درې شکمن ترهه ګر سره دخودکش جیکټونو ، لاسي بمونو او کابو ۶۰کلوګرامه چاودیدونکو توکو او یولړ وسلو سره یو ځاي نیول شوي دي .
ټاکل شوې ده داګست په څوارلسمه نیټه په اسلام اباد کې هم دحکومتي لوري له خوادآزادۍ جشن لمانځل کیږي او هم مخالف لوري تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان دمرکزي حکومت د درغلیو او په عامو انتخاباتو کې دټګیو په ضد دمیلیوني لاریون اعلان کړی دی چې دمرکزي او پنجاب صوبائی حکومتونه ئې لالهانده کړي دي
داپه داسې حال کې دي دپه اسلام اباد کې دامنیت دټينګولو لپاره په همداوروستیو کې پوځ دیره کړائ شوی او چاته دمظاهرو اولاریونونو اجازه نه ورکوي او همداراز دپنجاب صوبائی حکومت هم تر یوې اونۍ پورې بیړنۍ حالت اعلان کړی دی چې دغو شخړو اولانجو دپاکستان په سیاسی او رسنئ ټولنو کې یو لړ ا ندیښنې راولاړې کړي دي
Add new comment