د کامدیش پر ولسي خلکو د امریکا د هوای حملې مرګ ژوبله زیاته شوه .

د افغان رسندویو له راپور سره سم دنورستان ولایت د کامدیش ولسوالۍ په کوشتوز سیمه کي د امریکا بي پیلوټه او جیټ الوتکو په پرله پسي بریدونو کي اوښتي مرګ ژوبله له پنځوسو واوښته .
دغه ولسوالۍ د نورستان ولایت یوه غرنۍ ولسوالۍ ده چي ګاونډی هیواد پاکستان سره پر پوله پرته ده.
د کوشتوز یو تن قومي مشر جمروز چي د خپلي کورنۍ ۹ تنه یی له لاسه ورکړي وای چي اول برید د تیری پنجشنبی په سهار هغه مهال وشوه چی کله کلیوال د لمانځه په طرف روان وه او همداسی وروسته پرله پسي بریدونه روان وو .
دده په خبره تر اوسه د ۳۱ تنو مړی پیدا شوی چي پکښي ښځي هم شاملي دي.
جمروز زیاتوي چي په برید کي اتنه تنه ژوبل شوي هم دی او شاوخوا ۲۲ نادرکه دي.
یاد قومی مشر وایی چي تر اوسه یی هیڅ دولتي چارواکي غږ نه دی اوریدلي او نه یی تر اوسه په افغانستان کي شته رسنیو خبر اخیستی.
قومی مشر په کشتوزی قوم یاد برید قصدي ښيي او وایی چی د نورستان په اداره کي یو شمیر خلک شته چي له دوي سره پخوانۍ دښمني پالي
نورستان چارواکو په اول کي وژل شوي خلک جنګیالي بللي وه خو وروسته له خپلي خبری په شا شوی وه
تر اوسه ایساف ځواکونو په دی اړه څه نه دي ویلي
Add new comment