مقاومتي اقتصاد (د اقتصادي امنیت د پلي کیدو سټراټيجي ۱)

د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی خامنه اي په تیره بیا په څو وروستیو کلونو کښې د نوي کال د پیلیدو په مناسبت په خپلو پیغامونو کښې په ځلونو د اقتصاد په مسئلې او د مینځ مهاله او اوږد مهاله سټراټیجیو په اساس دې چارې ته د پاملرنې په ضرورت ټینګار کړی دی. دوي د هر نوي کال د پیلیدو په وخت د هغه لپاره د نوم په غوره کولو کښې دا چاره په نظر کښې لرلې ده.

(د مصرف او لګښت د بیلګې اصلاح) ، (څو چنده کار او څو چنده همت) او (د اقتصادي جهاد کال) له ودې سره د مل مقاوم اقتصادي سیمبول د بڼه نیولو په لاره کښې له هدفمنو نوم ایښودنو څخه دي. د دغو نوم کښيښودنو هدف یو زړیدونکی او تیریدونکی شعار نه دی بلکې د اقتصاد مولفو یعنې د کار ځواک، د ملي تولید زیاتیدو او له ایراني کار او پانګې څخه ملاتړ ته تحرک بخښل پاتې شوې دي.
د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ۱۳۹۱کال په اوړي کښې د نظام د کارکونکو او مسئولانو په یوه کتنه کښې د کال د شعارونو د انتخاب دلیل د اقتصادي مسائلو په لړ کښې د یوې بشپړې لړۍ د کړیو تکمیلول وبلل چې د اوږد مهالو اقتصادي اهدافو په چوکاټ کښې غوره کیږي.
د انقلاب معظم رهبر څرګنده کړه چې دغه مفاهیم د زر تیریدونکو شعارونو په توګه نه دي مطرح شوي بلکې د هغه بهیر یوه برخه ده چې کوې شي د پایدارې اقتصادي ودې بنیادونه برابر کړي او د هیواد د مخ په وړاندې خوزښت ضمانت ورکړي.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود د دښمن په اقتصادي جنګ او د ایران په خلاف د دباونو او بندیزونو له سختولو څخه د هغوي په هدف باندې په کاملې خبرتیا سره په ځلونو څرګنده کړې چې له اوسني حساس او برخلیک جوړونکي پړاوه د تیریدو او اقتصادي امنیت ته د رسیدو یوه لاره د مقاومتي اقتصاد جدي ګڼل دي خو د اقتصادي امنیت مفهوم څه دی او په اقتصاد کښې داشان مفهوم ته څه ډول عینیت ورکول کیدې شي؟
امنیت، د هرې ټولنې د برخلیک بنیاد دی، خو په کلاسک تعریفونو کښې دا مقوله د پوځي ډول له ګواښ او خطر سره د مقابلې په معنا ده چې د هیواد په پولو کښې دننه د امنیت عیني اړخ پکښې شاملیږي او له دغو ګواښونو سره د مقابلې لپاره په هیوادونو کښې د پوځ او دفاعي ځواکونو په د جوړید په چوکاټ کښې یولړ لارې چارې په نظر کښې نیول کیږي.
البته نن سبا د ګواښونو لمن پراخه شوې او د ډول ډول یرغلونو په بڼه نیونې او له نرم قدرته په کار اخیستو سره امنیتي ګواښونه لا پراخ شوي دي. د مثال په توګه د اسعارو د بازار یا کرنسي ایکسچینج د غورځولو، د ونډو د بازار یا سټاک ایکسچینج د خرابولو، د اقتصادي ناامنۍ د رامینځته کولو لپاره د بندیز او بایکاټ د اوزار د کارولو او یا نویو ټیکنالوجیو ته د رسیدو او د علم او پوهې په بنیاد اقتصادي ودې ته د رسیدو په لاره کښې اقتصادي جنګونو ته اشاره کولې شو.
په دې اساس، دا ګواښونه یوازې پوځي نه دي بلکې ډول ډول سیاسي، اقتصادي، اجتماعي، کلتوري او دغه شان نور بیلابیل ګواښونه پکښې شاملیږي چې د ګواښ او امنیت د سخت افزاري یا هارډویري اړخ نه علاوه د هغوي نرم افزاري یا سافټ ویري اړخونو ته هم د پاملرنې ښودنه کوي. البته د پوځي ګواښ او اقتصادي ګواښ ترمینځ ځیني فرقونه او ورته والي شته دي. د دواړو ترمینځ د ورته والي ګډ باب د هغوي خطرناک ماهیت دی. په دې وجه د امنیت مفهوم د ګواښونو د لاپیچلي کیدو په تناسب تل په مفهومي بدلون او د هیوادونو د ملي امنیت د پیاوړتیا د اړخونو له پراختیا سره مل پاتې شوی دی. له همدې امله دي چې د (امنیت) د تعریف او معنا په هکله د دودیز او نوي تعریف خبره شوې ده او همداشان د ملي، سیمه ایز او نړیوال په شمول د امنیت له بیلابیلو کچو څخه بحث رامینځته شوی دی.
د (اقتصادي امنیت) د معنې په بیانولو کښې په کلي لید کښې هغه څه چې مطرح کیږي، د (ناڅاپي شاکونو په وړاندې د مقاومت) ، (د بندیز یا په یو یا څو اقتصادي برخو کښې د تولید د نشتوالي په شمول په هر دلیل د شیانو د کمښت په وجه په رامینځته شویو سختو شرایطو کښې د نرمښت مننې) او (په ځايي پوهې باندې د ملاتړلو او د مخ په وړاندې خوزښت او د اساسي شیانو او اړتیاو له برابرولو سره د مل پرمختګ) درې مهم اصول پکښې شامل دي.
دا درې اصول د (اقتصادي امنیت) د سټراټیجۍ لاره ټاکي چې پکښې په اقتصادي اړخ کښې له امنیتي ځانګړتیاو څخه لا پراخو اړخونو ته چې له پوځي امنیت سره فرق لري، پاملرنه کیږي. اقتصادي ګواښونه زیاتره د نرم جنګ په توګه څرګندیږي چې په نیمه پټو رودو سره لکه په اقتصادي زمینو کښې د هیوادونو په پیئلې ساتلو سره کنټرول او هدایتیږي. دا طریقې البته د نړیوال اقتصاد له بدلونونو او شرایطو سره مل او د هدف ټولنو له اړتیاو سره سم بدلون کوي. د مثال په توګه که په تیرو وختونو کښې هیوادونو تر یوه حده خپلې اړتیاوې په دودیزه طریقه د کورنیو تولیداتو له لارې برابرولې خو د نفوسو او د اړتیاو د مختلفوالي په زیاتیدو سره په صنعتي اقتصاد پورې د پیئلتیا اندازه زیاته شوې ده. دا بهیر له دویم نړیوال جنګ او د شرق او غرب تر نفوذ لاندې په دوو قطبونو باندې د نړۍ له ویشل کیدو وروسته پیل شو او هیوادونه عملاً په شتمنو او مسکینو دوو ډلو تقسیم شول. په دغه استثمار ډوله تقسیم بندۍ کښې د کمزورو هیوادونو د سرچینو لوټل لا په ډاګه شول او په تیره بیا د مینځني ختیځ د تیلو سرچینې د صنعتي هیوادونو د اقتصادي ودې په انجڼ بدلې شوې. د دغې صنعتي ودې نتیجه په ډیر زیات تفاوت او څو چنده قیمت سره د دریمې نړۍ مصرفي بازارونو ته د صنعتي هیوادونو د تولیدي شیانو داخلیدل وو چې یوازې په صنعتي هیوادونو کښې د پانګې او تولید د زیاتیدو سبب شوي دي.
په هدف هیوادونو کښې مصرفي بازارونو ته د لویدیځ یواړخیز ننوتل په حقیقت کښې د اقتصادي پیئلتیا له جنس څخه د ګواښ په یو اوزار بدل شوي دي چې د وخت په تیریدو، د ټولنې په پیچلې کیدو او د اړتیاو په مختلفوالي سره د ګواښونو او د هغو د کمیّت او کیفیت اندازه زیاته شوې ده. په دې وجه د نویو شرایطو تقاضا ده چې په امنیت کښې د دغو ګواښونو د رفع کیدو په معنا لازیات شیان او چارې شاملې شي او د پوځي ګواښونو سربیره پکښې اقتصادي خطرونه په تیره بیا د کرهڼې د اړتیاو او د خوراکي امنیت ګواښونه هم شامل شي. په دې وجه په نویو تعریفونو کښې، امنیت، د بل هیواد په وړاندې د مقاومت او د نورو له خوا د ګواښ په وړاندې د خپلو ارزښتونو د ساتنې په توانمنۍ باندې د یو هیواد د ډاډ د اندازې په توګه یاد شوی او باید د هغه مختلفو اړخونو ته پاملرنه وشي.
د اقتصادي امنیت په بحث کښې له کورنیو شیانو څخه زیات نه زیاتې استفادې او د کورنۍ پانګې د ملاتړ په شان ځانګړتیاو ته پاملرنه کیږي خو دا پاملرنه او ملاتړ به په داسې شرایطو کښې اغیزمن وي چې داخلي تولیدات د تولید له نظره د بهرنیو شیانو په پرتله زیات معیاري وي او هدف د پوهې په اساس د ولاړو کالیو تولیدول دي.
په حقیقت کښې د مقاومتي اقتصاد اصلي هدف یو فعال او لوړ اقتصاد ته رسیدل دي چې اجازه ورنکړي د غلیمانو لخوا اقتصادي دباونه او ګوذارونه د ټولنې د پرمختګ په لاره کښې خنډ شي.
په دې بنیاد د مقاومتي اقتصاد موخه د پرمختګ د خنډونو ختمول او د حرکت او پرمختګ په لاره کښې هڅه او کوشش تعریفیږي. له دې نظره مقاومتي اقتصاد له هغه څه سره چې د اقتصادي ریاضت ترعنوان لاندې پرتله کیږي، فرق او توپیر لري. ځکه چې په مقاومتي اقتصاد کښې د سرچینو محدودیت نشته خو له موجودو سرچینو څخه پوره پوره کار اخیستل پکار دي په یو مهال ویش شوي پروګرام کښې بڼه ونیسي. دا په داسې بڼه کښې دي چې په اقتصادي سپما کښې د سرچینو او پانګې له محدودیت سره مخ یو او مجبوراً پکار دي برخې بیلې کړو او په کم مصرف کولو سره له محدودیتونو سره مقابله وکړو.
خو له بلې خوا نه شو کولې د مقاومتي اقتصاد په هکله خبره وکړو او د هغه له سیاسي تقاضو او غوښتنو غافل شو یا هغو دواړو ته پام وکړو او د مقاومت له کلتوره غافل شو چې د دغو دواړو بنسټ ګڼل کیږي.
مقاومتي اقتصاد په یو تعبیر د مصرف او خرڅ د بیلګې د اصلاح، د زیات کار او په ملي تولید باندې په تکیې سره د کلتور د پیاوړتیا او له ایراني کار او پانګې څخه د ملاتړ په معنا دی خو د مقاومتي اقتصاد د فرهنګ او کلتور جوړونې ترڅنګ یو بل مهم ټکی په کورني اړخ کښې د اجرايي لارو چارو څرنګوالی او هم له اقتصادي بندیزونو سره په مخامخیدنه کښې د ډیپلماسۍ ډګر دی.
په بل عبارت، مقاومتي اقتصاد، د مصرف د بیلګو او اړتیاو او همداراز د بایکاټونو او کمښتونو د دباو د کنټرولولو او بې اثره کولو لپاره د تولید د ضرورتونو د صحیح تشخیص په معنا مطرح کیږي. له دې کبله ده چې د اسلامي انقلاب معظم لارښود په راتلونکو فیصلو کښې د تیرو تجربو او عبرتونو څخه د استفادې په ضرورت باندې په ټینګار سره د نظام چارواکو ته د مقاومتي اقتصاد د سیاستونو د سرټکیو په ابلاغولو سره هغه د اقتصادي حماسې د ریښتنې کیدو فکري او نظري بنیاد وباله او د مقاومتي اقتصاد د موخو رښتني کیدل یې د مینځنی مودې او اوږدې مودې د بنیادي حل لارو لپاره اړین وګڼل چې د هغه اصلي عناصر د مقاومتي اقتصاد په ابلاغیه کښې بیل بیل بیان شوي دي.
له دې نظره د هغو په پراخ مفهوم سره د مقاومت او امنیت توانمني اوسنیو پوځي، اقتصادي او کلتوري شرایطو ته په پام سره د پام وړ ده. پر دې بنسټ په اقتصادي ډګر کښې د امنیتي خطرونو او زیانونو پیژندنه هم سټراټیجک اهمیت لري. چې دغه چاره د ټولو هغو اړخونو پيژندنه ضروري کوي کوم چې ممکنه ده دښمن ورته زیان ورسوي. په دې اساس مقاومتي اقتصاد د اقتصادي پیئلتوب مقابل ټکی دی په دې وجه نه یوازې منفعل نه دی بلکې د سلطې د اقتصادي موخو په وړاندې مقاومت کوي او هڅه کوي چې د نړۍ لید او راتلونکو هدفونو پر اساس موجود اقتصادي جوړښتونه بدل او ځايي کړي.
له دې کبله ده چې مقاومتي اقتصاد د یوې هدف لرونکې او سنجول شوې سټراټیجۍ په بڼه مطرح کیږي چې باید په ټولنه کښې د مقاومت د کلتور د بنیادي کولو او د دواړو خواو په ګټه د ډیپلماسۍ د لاروچارو ترڅنګ د اقتصادي کارپیژاندو اقداماتو او حل لارو دوو اصولو ته په پام سره د ایران د اقتصاد د پرمختګ او پراختیا د ریښتني کیدو لپاره ورته پاملرنه وشي او عملي کړې شي.
دغه مفهوم د اقتصادي او اجتماعي مسایلو په شان د امنیت د غیرپوځي اړخونو او د امنیت په برخه کښې د فکري اړخونو د اهمیت او همداشان هراړخیز امنیت ته د پاملرنې بیانونکی دی. دغه امنیت د ټولنیزو او کلتوري ملګرتیاو پربنیاد ولاړ دی څو له امنیت څخه د مقابل درک او پوهې د ژورتیا سبب شي.
له دې نظره مقاومتي اقتصاد په ډول ډول اقتصادي ډګرونو کښې د پرمختګ د پیئلتوبونو د کمیدو او د کورني تولید د ظرفیتونو او له فرصتونو څخه پر استفادې د ټینګار په معنا دی چې د هغه ترڅنګ پکار دي په سیمه ایزه او نړیواله کچه د اقتصادي ملګرتیاو په ډګر کښې د ایران د موقعیت د لوړولو لپاره هڅه وشي.
په راتلونکي پروګرام کښې به په دې هکله د مقاومتي اقتصاد د مفهوم او موخو ځیني نور اړخونو وجاجوو.

Add new comment