د اسلامی هیوادونو په غزه جنایتو باندې چپتیا شرم دی

ټی وی شیعه. سراج الحق د اسلامی هیوادونو د غزه په مسئله کښې چپتیا باندې سخته نیوکه کړی او ویلی دی: د اسلامی هیوادونو مشرانو خپلو ګټو لپاره د صهیونیستی رژیم په غزه کښې جنایتو او ظلمونو باندې سترګی پټې کړی.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) سراج الحق د جماعت اسلامی پاکستان مشر د صهیونیستی رژیم په غزه کښې د جنایاتو او ظلمونو مخالف لاریون والو ته خپل ویناوې کښې وویل: نن تر دې چې امریکا او انګلیس کښې په لکوو خلک در غزه د خلکو په حمایت کښې لاریون کوی خو ولی په اسلامی هیوادونو کښې یو درونده چپتیا د دې جنایتو په هکله وینو.
هغه د غزه حالاتو ته اشاره سره وویل: ماشومان د توغندو او ټانکونو لاندې وژلی کېږې، جوماتونه او روغتون په امان کښې نه دې، خو بیا هم د اسلامی نړی مشران له خپلو ګټو لپاره چپ دی.
سراج الحق د صهیونیستی جنایات محکوم کړل او د غزه محاصره پای ته د رسولو غوښتنه یی وکړه.
هغه ټینګار وکړو: یواځې محکوم کول کافی نه دی، بلکې اسلامی هیوادونه باید عملی چاری وکړی، دا لاریون د لاهور زرګونو ماشومانو ، سړیو او ښځو او په شتون کښې پرون ۱۹ مرداد پیل شو.
Add new comment