په لويديځ کښې د امام حسېن (ع) د ياد جلوې

د محرم يا امامانو مياشت او د امام حسېن (ع) او د هغه حضرت د وفادارو ملګرو د مظلومانه شهادت ورځې يو داسې فرصت دے چې يو ځل بيا په ټوله دنيا کښې د اسلام د قدرمن پېغمبر (ص) د اهلبېتو عليهم السلام مينه وال وير او ماتم وکړي او د امام حسېن (ع) د پاڅون د اهدافو يادونه وکړي او ژوندي يې وساتي.د هغه حضرت د وير او ماتم په مراسمو کښې سني او شيعه مسلمانان او حتی غېر مسلمانان د تاريخ د دغه ستر شخصيت د وير او ماتم په مجلسونو او جلوسونو کښې ګډون کوي. سږ کال هم د تېرو کلونو په شان د امام حسېن (ع) د وير مراسم په ايران، عراق،لبنان او اسلامي هېوادونو کښې د خداے د ګران رسول (ص) د پاکو اهلبېتو عليهم السلام له پېروکارو او مينه والو سره محدود نۀ وو بلکې په اکثرو اروپائي هېوادونو، شمالي امريکه او جنوبي امريکه کښې د امام حسېن (ع) د وير او ماتم شاندار مجلسونه وشول.په هر هغه اروپائي او امريکائي ښار کښې چې يو شمېر مسلمانان پکښې ژوند کوي د امام حسېن (ع) د مظلومانه شهادت ماتمي مجلسونه جوړيږي.
په ويانا کښې په امام علي (ع) نومې مرکز کښې د شيعه مسلمانانو له وير او ماتم سره په يو وخت د سالزبورګ او لينټس په شمول د آسټريا په مختلفو ښارونو کښې هم ماتمي مراسم وشول. د برن او زوريخ په شمول د سوئزرلېنډ مختلف ښارونه هم د امام حسېن (ع) لپاره د وير او ماتم د دستورو د جوړېدو شاهد وو. د هنګري په پائېتخت بوډا پوسټ کښې هم شيعه مسلمانانو او سني ماتمي پروګرامونه جوړ کړل او د شهيدانو د سردار او د هغه حضرت د ملګرو په مصائبو باندې يې ژړاګانې وکړې، د برطانيې مسلمانانو د عاشورا او د امام حسېن(ع) د پاڅون د هدف د کلتور د خپرولو لپاره له تبليغاتي سائن بورډونو څخه هم استفاده وکړه. له دغو څخه په يو سائن بورډ يې ليکلي وو: ((عاشورا هغه ورځ ده چې امام حسېن (ع) ستاسو له حقوقو څخه د دفاع په خاطر مقاومت وکړ.))
په لندن ښار کښې له تبليغاتي سائن بورډونو او بېنرونو نه علاوه په مانچېسټر ښار کښې هم له زيات شمېر بسونو څخه هم د عاشورا د کلتور د معرفي کولو لپاره استفاده شوې ده. په دغو بسونو باندې ليکل شوي دي ‎‎: ((حسېن (ع) د يوقوت نوم دے)). په هالېنډ کښې د خداے د ګران رسول حضرت محمد مصطفی (ص) د پاکو اهلبېتو عليهم السلام پېروکارو او مينه والو د عاشورا د کلتور د ترويج او خلقو ته د امام حسېن (ع) د پاڅون د معرفي کولو لپاره له يوپه زړۀ پورې نوښت څخه کار واخېست. په لاهې ښار کښې له کوثر نومې ادارې سره اړوندو ځوانانو د سختې تندې په حال کښې د امام حسېن (ع) د شهادت واقعات په کاغذونو باندې وليکل او بيا يې هغه د معدني اوبو په بوتلونوباندې ولګول او په ټول ښار کښې يې ووېشل. ځينو خلقو به په دغو بوتلو باندې د ليکل شويو واقعاتو په باره کښې پوښتنې کولې چې دغو ځوانانو به هغوي ته ځوابونه ورکول او خلق به يې د امام حسېن (ع) له رښتينې لار سره اشنا کول. په برازيل کښې ځينو مسلمانو ځوانانو د سائو پائولو سيمې په فقير مېشته محلو کښې د امام حسېن (ع) نذرونه او ډوډۍ ووېشلې.
د امريکې په مختلفو ښارونو کښې هم د عاشورا ډېر شاندار ماتمي مراسم وشول. په دغه هېواد کښې مسلمانان د مذهبي وېناګانو په ګڼ شمېر مجلسونو کښې په ګډون سره د امام حسېن (ع) د پاڅون له هدفونو او مقصدونو څخه خبريږي له عاشورا سره د نزدې ايتوار په ورځ په سړکونو د ولوله ناکو ماتمي جلوسونو په جوړولوسره له هغه حضرت سره د خپلې مينې او ارادت ښودنه کوي.
د تاريخ په اوږدو کښې زيات غورځنګونه او انقلابونه رامنځته شوي دي خو هيڅ يو د امام حسېن (ع) د پاڅون په شان تل پاتې کېدونکے او تاثير کوونکے نۀ ؤ او نۀ دے. تقريباً څوارلس سوه کاله پخوا په کربلا کښې د امام حسېن (ع) حماسه اوانقلاب د بشري تاريخ يو ترټولو ولوله ناکه حماسه او انقلاب دے چې د ميلينونو انسانانو احساسات او جذبات يې راپارولي او له جغرافيائي او اعتقادي پولو نه تېر شوے دے. مشهور مصري مصلح شېخ محمد عبده وائي: ((کله چې په دنيا کښې يو عادل حکومت وي چې هدف يې د الهی او شرعې حدودو قائمول وي او په مقابل کښې يې يو ظالم او ستمګر حکومت وي چې د عدل قائمول نۀ شي زغملې نو هر مسلمان ته پکار دي چې د عدل او انصاف له حکومت سره ملګرتيا وکړي او د يزيد چې خداے دې خوار کړي د حکومت په مقابل کښې د امام حسېن (ع) پاڅون يوهمدا ډول پاڅون دے.))
نۀ يوازې مسلمانان او د خداے دګران رسول (ص) د اهلبېتو عليهم السلام پېروکار بلکې غېر مسلمانان هم د امام حسېن (ع) د شاندار قيام او پاڅون په وړاندې د تعظيم او تکريم سر ټيټوي او د کربلا مقدس پاڅون په عزت او احترام سره يادوي. د هندوستان د خپلواکۍ مشر مهاتما ګاندي په دې باره کښې وائي: ((ما د اسلام د ستر شهيد امام حسېن ژوند په غور سره مطالعه کړ او د کربلا واقعاتو ته مې زياته پاملرنه وکړه او راته دا خبره په ډاګه شوه چې که هندوستان وغواړي يو کامياب هېواد شي نو پکار دي د حسېن له نمونې او بېلګې څخه پېروي وکړي.))
مهاتما ګاندي په يو بل ځاے کښې د امام حسېن (ع) په باره کښې ويلي دي: ((د اسلام پرمختګ د تورې په ‌‌ذريعه نۀ دے شوے بلکې د حسېن د سترې قربانۍ په وجه ترلاسه شوے دے. ما له حسېن نه دا درس زده کړ چې څنګه به کاميابېږم په داسې حال کښې چې مظلوم يم او ظلم مې زغملے دے.))
ان تردې چې لويديځ متفکران هم له هغې روحي پاکۍ څخه چې د امام حسېن (ع) تر مقدس بېرغ لاندې د عاشوراپه پاڅون کښې رامنځته شوه انکار نۀ شي کولې. اروپائي مورخ مورېس ډوکبري وائي: ((د امام حسېن پېروکار د هغۀ لپاره د ماتم له مخې په دې پوهيږي چې پکار دي ذلالت، بدحالۍ، غلامۍ، استعمار او استثمار ته غاړه کيږندي، ځکه چې د هغوي د امام او پېشوا شعار ظلم او ستم ته غاړه نۀ اېښودل وو.))
دغه اروپائي مورخ زياتوي: ((حسېن د خلقو د شرف، ناموس او د اسلام د مقام او مرتبې د اوچتولو لپاره له خپل سر، مال او اولاد څخه تېر شو او د يزيد د استعمار او شرارت تر جغ لاندې لانړۀ.نوبس راشئ هغه د ځان لپاره نمونه او سرمشق وګرځوو او د يزيديانو او اغيارو له ظلم نۀ ځانونه وژغورو او د عزت مرګ ته د ذلت په ژوند باندې ترجيح وکړو، دغه د اسلام د تعليماتو خلاصه ده.)) مسيحي پادري آنتونيوبارا هم وائي: ((که امام حسېن له مونږ سره تعلق لرۀ نود زمکې په هره برخه کښې به مو د هغۀ لپاره يوه مناره جوړوله او يو بېرغ به مو رپولو او په دې ذريعې سره به مو خلق مسيحيت ته رابلل. د حسېن کاميابۍ سره له دې چې په اقليت کښې ؤ زۀ ډېر زيات حېران کړے يم.))
د کربلا د واقعې په خوزنده توب او باقي پاتې کېدو کښې زيات عوامل اثر کوونکي وو. د اسلام مکتب د انساني فطرت په ستنو ولاړ دے. خو کله کله اعتقادي،اجتماعي، اقتصادي او سياسي حالات انسان له انساني فطرت څخه لرې کوي. د امام حسېن (ع) ترټولو اصلي ماموريت دا ؤ چې خلق له خپلو فطري او عقلي اهدافو او پېغام سره اشنا کړي او هغه خنډونه چې د دغو مقاصدو د پوره کېدو په لاره کښې موجود دي له منځه لرې کړي. په دغه لاره کښې ترټولو ستر خنډ د بني اميه ظالم او جابر حکومت ؤ چې هيڅکله يې دغه فرصت خلقو ته ورنکړ چې د فطرت غږ ته مثبت ځواب ورکړي. که ښۀ غور وکړو نو د امام حسېن (ع) د مبارزې دغه اړخ چې يو نړيوال او بشري شکل لري له ټول بشريت سره تعلق پېدا کوي. همدا وجه ده چې غېر مسلمه ګاندي خپل غورځنګ او مېړنتوب د عاشورا له پاڅون څخه الهام اخېستونکے بولي او د جرمني کورټ فرېشلر د امام حسېن (ع) په باره کښې ((حسېن او ايران)) نومې کتاب ليکي او خپروي يې. د امام حسېن (ع) غورځنګ د ازادۍ غوښتنې، انصاف طلبۍ او د ظلم ترجغ لاندې د نۀ تللو پاڅون ؤ. انسان په فطري توګه د ازادۍ او انصاف په لټه کښې او له ظلم ، تبعيض او امتيازي سلوک سره مخالف دے او د فطرت غږ د وخت په غوږو کښې خوزنده او تل پاتے دے او هيڅکله به د وخت له روح څخه جدا نۀ شي. سيدالشهداء يوه داسې ذمه واري په غاړه واخېسته چې ټولو پېغمبرانو په غاړه اخېستې ده او په يوه داسې لار يې تګ وکړ چې الهي کتاب قران يې حکم کړے ؤ. ځکه چې د داسې يو حکومت په مقابل کښې راپاڅېد چې فاسد او منحرف ؤ. د اسلام زيات مترقي او ژوند بخښونکي قوانين د انساني اهدافو د پوره کولو په لړ کښې دي. ځکه چې د دغه مبين دين قوانين او تعليمات د خداے پاک لخوا دي او هغه د انسانانو له ټولو معنوي او مادي غوښتنو څخه په کامله توګه خبر او اګاه دے.
نن هم د امام حسېن (ع) د زمانې زياتره حالات هم هغه شان په خپل ځاے پاتې دي. انسان له تېرو څوارلسو پېړيو سره په پرتله کښې له مادي او ټېکنالوجي لحاظه زياته ترقي کړې ده او د ژوند تېرولو طريقه په کامله توګه بدله شوې ده، خو له بده مرغه له مادي پرمختګونو سره په يو وخت د انسان ارزښتونو نۀ يوازې وده نۀ ده کړې بلکې په ځينو انساني اړخونو کښې يې په شاتګ کړے دے. د نړۍ په مختلفو سيمو کښې ظلم او ستم په مختلفو شکلونو کښې موجود دے. له اسلام څخه سطحي او انحرافي مطلب اخېستنې د امام حسېن (ع) د وخت په څېر هم هغه شان موجودې دي. په شام، عراق، پاکستان او افغانستان کښې د اسلام په نامه د سلفي او وهابي ترهه ګرو ډلو ظلمونه او جنايتونه دا ښودنه کوي چې دغه ډلې له سوچه اسلام څخه څومره لرې دي. همدا وجه ده چې د امام حسېن (ع) پاڅون د وخت په تېرېدو سره نۀ يوازې هېر کړے شوے نۀ دے بلکې بشر نن له هر بل وخته زيات دا احساس کوي چې امام حسېن (ع) ، د اموي مستبد او ظالم حکومت په خلاف د پاڅون او د رښتيني اسلام د راژوندي کولو په زمينه کښې د هغه حضرت درسونو ته ضرروت لري.
د دنيا په مختلفو ملکونو او سيمو کښې د محرم په مياشت کښې د امام حسېن (ع) د شهادت د ورځو د وير او ماتم د شاندارو مراسمو او دستورو جوړېدل د دې حقيقت ګواهي ورکوي.
---------------------------------------------
ترجمه: شاهين

Add new comment