په فلپاین کې مسلمانان په میندانایو ، باسیلان ،او د سولو او پلاوان د ټاپوګانو په ټول کې میشت دي .
د فلپاين مسلمانان چې د هسپانېې د مسلمانانو په څير د مورو په نوم یادیږي ژبه ېې له مالایو او پولنزیايي ژبو جوړه شوې ده همداراز عربي ژبه هم په کې شته چې له دیني پلوه ېې خلک ډير درناوئ کوي .
د فلپاين په مسلمان مشیته سیمو کې هم د د ې هیواد د نورو سیمو په څير انګلیسي ژبه د دولتي ادارو رسمي ژبه ده .
په لومړي سر کې د فلپين په پلازمینه مانیل کې د سلطان راجه سلیمان تر مشرې لاندې یو اسلامي حکومت واک درلود .
د فلپاين د جنوبي سیمو مسلمانان چې کابو ۷۰۰ کاله کیږي په اسلام مشرف شوي تر ۸۰ کالو وړاندې د دې هیواد په کابو ټولو سیمو واکمن ؤ او د میندانایو ، توتاک او سراکام په څير په ۲۳ ولایتونو ېې حکومت کاوه .
د فلپاين مسلمانان ځانونه د اسلامي امت یوه فعاله برخه ګڼي او تر ديره د وریجو په کروندو بوخت دي .
همداراز د دې سیمو دمسلمانانو مهم کسبونه تجارت او د ماهیانو نیول هم یاد شوي .
د میندانایو ټاپو چې د فلپاين دوهمه تر ټولو لویه ټآپو ګڼل کیږي او د آسیا لوېې وچې په کچه تر ټولو حاصل ورکوونکې ځمکې لري د مورو مسلمانانو ملکیت دئ همداراز په مسلمان میشته سیمو کې پراخ معدنونه او په پالاوان تاپو کې تیل هم شتون لري .
اسلام دې سیمو ته د عرب سوداګرو له خوا غالباً په ۱۵ میلادي پيړۍ کې نفوذ کړئ چې تر اوږدو کلونو ټول فلپاين د مسلمانانو تر واک لاندې پاتې شوئ .
کله چې په۱۵۶۸ م کال کې اسپانوي ښکیلاک ګر دې سیمو ته ننوتل د دې سیمو وضعیت هم د مسلمانانو لپآره بدل شو او د لومړي ځل لپاره د دې سیمې مسلمانانو ته هم د مورو لفظ چې د اندلس د سقوط پر مهال د اندلس پر مسلمانانو ایښودل شوئ ؤ ، استعمال شو.
مورو کلمه په اندلس کې مسلمانانو ته د توهین له مخې کاریده خو په اصل کې د شمال لودیځې افریقا په بربر قوم پورې اړه لري چې د موریتانیا او مراکش نومونه هم له همدې کلمې سره تړلې دي .
هسپانېې د فلپاین د ښکیلاک پر مهال مسلمانانو ته ګوښ وکړ چې یا عیسویت ومني او یا به هم ووژل شي .
ویل کیږي چې د بسایس او قاجابات په سیمو کې مسلمانانو عیسویت قبول نه کړ چې له همدې امله له یوې مخې ووژل شول .
همداراز ویل شوي چې هسپانویانو د فلپين په ډيرو نورو سیمو کې هم په لسګونو زره مسلمانان ووژل او په لکونو نور د فلپاين جنوبي سیمو ته کډه شول
هسپانویانو د فليپاین پر هیواد د خپلې واکمنۍ په دری پيړۍ وخت کې ډيره هڅه وکړه چې د اسلام پر ځای د دې سیمو په خلکو عیسویت ومني خو مسلمانانو مقاومت وکړ او بلآخره د هسپانیوانو پر ضد د مسلمانو چریکانو یوه خوځښت هم پيدا شو چې په همدې وخت کې امریکا له لاس ته راغلي فرصت په استفادې سره په ۱۸۹۸ م کال کې د مانیل په بندر برید وکړ او په دې سیمو کې ېې د اسپانیا سمندري ځواک له منځه یووړ چې په دې توګه د هسپانیا پر ځای د فلپاين په ټاپوګانو د امریکا واکمني پیل شوه .
تر ۱۹۱۴ م کاله امریکا د مسلمانانو پرضد له زور او ځواک کار واخیست خو له دې وروسته ېې له مورو مسلمانانو د هغوی وسلې په زور واخیستې او غوښتل ېې د فلپاین د شمالي سیمو له عیسویانو سره ېې مختلط او په دې توګه په فلپاین کې اسلام له منځه یوسي .چې دې وضعیت تر ۱۹۴۱ م کاله او د جاپان له خوا د فلپاين تر نیول کیدا پورې دوام درلود .
په دوهمه نړویاله جګړه کې د جاپان له ماتې وروسته یو ځل بیا فلپاین د امریکا تر ښکیلاک لاندې شو .
په ټولیز ډول له ۱۸۹۸ تر ۱۹۴۶ م کاله چې فلپيان د امریکا تر ښکیلاک لاندې ؤؤ له بیلابیلو اوزارونو په استفادې سره ېې د مسلمانانو د کمزوري کولو لپاره په پرله پسې ډول هڅې وکړې .
د مثال په ډول هغوی د سولې د پيغام راوړونکو په نوم په زرګونو عیسوي مبلغین او همداراز په لسګونو زره فوځيان په مسلمان میشتو سیمو کې ځای پر ځای کړل چې هم له زور او هم د تبلیغ له لارې مسلمانان له خپلې لارې منحرف کړي .
امریکا همداراز په ۱۹۶۵ م کال کې د فریدناند مارکوس په څير د خپلو لاس پوڅو په مټ د مسلمانانو آزادي غوښتونکي مبارزې سختې وځپلې .
د امریکا د کلتوري یرغل پایله دا شوه چې اوس مهال په هغو سیمو کې چې مسلمانان مطلق اکثریت ؤ د کلیساوو شمیر د جوماتونو په پرتله په ځلونو زیات دئ .
همدارز د الیکان، پاګاریان ، او داوایو په څير په ښارونو کې چې تر نیمايي ډير وګړي ېې مسلمانان دي یواځې یو یا دوه جوماتونه هغه هم له ښار بهر شتون لري چې ډيرې عادي ودانۍ لري .
د فلپاین د مورو مسلمانانو مبارزې په ۱۹۶۹ م کال کې یوه نوي پړاو ته ننوتې ځکه دفلپاين مسلمانانو د خپل هویت د تثبیت پریکړه وکړه او حتې د فلیپاين له پولو ها خوا ېې هم خپلې مبارزې غښتلې کړې چې له همدې امله د مورو مسلمانانو مسئله د اسلامي ملګرتیا سازمان د ډيرو غونډو په اجنډا کې شامله شوه .
اوس مهال د مرکزي دولت په وړاندې د مبارزه کوونکو مسلمانانو شمیر چې تر ډيره په میندانایو کې دئ له ۱۰ تر ۲۰ زرو رسیږي همداراز یواځې په مالیزیا کې یو لک فلپيني مسلمانان شتون لري چې د مرکزي دولت پر خلاف دي او په خپلو سیمو کې مذهبي آزادي غواړي .
اوس مهال هم په فلپاين کې د مسلملنانو او د امریکا د لاس پوځي مرکزي دولت تر منځ شخړې دوام لري خو که دا مسلمانان سوله هم کوي مو مرکزي دولت اړ دئ چې د وسله والو ځواکونوتر قوماندانۍ لاندې ورته د سیمې د امینت د ټينګښت لپاره ځانګړې فرقې او غونډونه ورکړي .
Add new comment