ډیروخوږو لوستونکیو ، تا سو به په یاد وی چې په تیرې برخې کې دغه ځای ته رسیدلی وو چې عیسایی مبلغانو به دشلمې پیړۍ په لومړیوکې افریقا ته په سفر سره د ماشو ما نو په دهنونو کې د اسلام د ځیږ انځور د رامینځته کولو لپاره له کومو چلولونو استفاده کوله ، په دغې برخې کې له اسلامه د ویرولو په لړ کې ځینو نورو ټکیو او لارو چارو ته اشاره کوو .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
درستو پیغمبرانو دا ما موریت درلود چې یو دین نړیوالو ته معرفی کړ ی ، د سولې ، سلامتیا او مینې دین چې هماغه د اسلام دین دې ، حتی په انجیل کې هم ، احمد (په انجیل کې د رحمت للعالمین حضرت محمد نوم ) حضرت عیسی علیه سلام د خاتم النبین په توګه معرفی کړ ېدې او ډیرو مومنو عیسایانو او یهودیانو هم دغه چاره منلی ده ، خو په کلیساګانو او کنسیه ګانو (د یهودیانو عبادت ځاې )کې یو شمیر بې باوره کسان راغونډ شوی دی ، او د اسلام او عیساییت او یا اسلام او یهودیت په مقابلې پسې دی ، دوی له اسلامه ویرول په دې دلیل دودوی چې د اسلام پراختیا په ننۍ نړۍ کې د هغو د یواړخیر پالنې او خوند اخیستنې خنډ شوې دې ، البته اسلام به هغه قدرت او اقتدار ته په پام سره چې لر ی یې ، د دې خنډ شی چې له معنویته خالی داسې کسان او د دغو شیطا نی غوښتنې کومه نتیجه ورکړ ی .
له اسلامه د ویرولو د ښکارندې د دودولو په مخنیوې کې د اسلامی رسندویو رول ؟
اسلامی نړۍ یوې داسې ګدې اتحادیې ته ضرورت لر ی چې په انډوله کړچار سره بڼه غوره کړ ی ، په ې ډول د اسلام د غلیما نو له منفی تبلغاتو او پروپیګنډو سره مقابله کو لې شو ، خو اساسی مشکل دا دې چې اسلامی نړۍ له رسندوی درز سره مخامخ ده ، په ډیرې خواشینۍ سره باید ووایو چې ورځپا ڼې ، سایټونه ، راډیو ګا نې یا اسلامی ټیلی ویژیونونه یا په خپلو ذاتی ګټو پسې دی او یا ځانګړ ی ګوندی یا ډله ایزې ګروهنې تعقیبوی .
حتی ځینې اسلامی رسندویې د ذاتی ګټو په خاطر له اسلامی جهاد سره اړونده ایتونه نه خپرو ی ، ته به وا چې کوندې د اسلام له غلیما نو سره د جهاد وخت پاې ته رسیدلې دې ، هغه تبلیغات چې نن په ظاهره اسلامی رسندویو کې تر سره کیږی ، د اسلام د غلیما نو له هلو ځلو زیات ، دین او مسلما نانو ته ګوزار ورکړې دې د عربستان په ورځپا ڼه کې د صیهونیسټ رژیم د یوه لوړ رتبه مسول د یوې مقالې د خپریدا خبر ډیر اندیښمنونکې دې ، د وحی په ټا ټوبی او هغه ځاې کې چې د خداوند منان کور او دنبی مکرم سپیڅلې حرم دې ، د عربستان رسندوی مسولان چمتو شوی دی ، د هغه چا مقاله خپره کړ ی چې د زرګونو بیګناه فلسطینیانو وینه بهوی .
دغه چاره ښی چې مونږه نه یوازې د اسلامی رسندویو د ګدې اتحادیې له جوړولو سره ډیر واټن لر و بلکې داسې ښکار ی چې یو شمیر کسان د ګوډاګی په تو ګه د اسلام له غلیما نو په ملاتړ اخته دی چې د غلیما نو هدفو نه تامین کړ ی ، نو ځکه ضروری ده چې لو مړې بایدیوه داسې ګډ نظر ته ورسوچې جوت جوړښت او اساس لیک ولر لې شی .
که مونږه د اسلامی نړۍ درستې رسندویې له خپلو ذاتی ګټو او ګروهنو تیر شو او د اسلام د غلیمانو په وړاندې یو موټې او په یوه نظر شو نو بیا د صیهونیسټی لابی او استعمار پالو رسندوی سلطه هم ختمولې شو او د اسلام پرضد هغو زهرجنو او دروغجنو تبلغاتو ته هم غاښ ماتونکې ګوزار ورکولې شو ، ځکه چې نن د ارتباطاتو او رسندویو پړاو دې او غلیم په ډیرې چالاکۍ سره د اسلام د حیات بخښونکی دین پرضد منفی تبلیغات کوی ، خو د اسلام دسپیڅلی دین په نوم له اسلام سره به دمبارزې لپاره کوم درمل اغیر من او کارنده وی ؟؟
دا هغه پوښتنه ده چې مونږه یې له ګرانو لوستونکیو لرو او هیله من یو چې زمونږ بصیرت درلودونکی لوستونکی به په دې ارتباط مونږه له خپلو ګټه ورو وړاندیزونو او نظرونو ضرور خبروی .
جمیل حسین بنګش
Add new comment