په سورئې کې دترهه ګروډلو جنایتونه زیات شوي دي
ایرنا خبري آژانس راپورورکړ دملګروملتو دبشری حقوقو پلټونکو نن وویل دجهاد مدعي بهرنیو ترهه ګرو پشمول سورئې دحکومت اونظام مخالفو وسله والو ډلو ددغه هیواد په شمال کې وژلې اونور جنایتونه لاپسې زیات کړي دي
روئيټرز خبري آژانس له جینیوا راپورورکړ دغو پلټونکو ویلی دي دسورئې په شمالي سیمو دبهرنیو ترهه ګرو له یرغلونو سره یو ځاي دحکومتي ضد بنسټ پالو وسله والو ډلو تیري او جنایتونه ناڅاپي زیات شوي دي . دملګروملتو دبشری حقوقو دشورا دڅيړنیز خپلواکه پلاوي مشر پاؤلو پينهیرو بیګا وویل دترهه ګرو ټول تشکیلاتو اوس په جګړه مارو مشتمل دي چې له پولې ورآخوا سورئې ته ورغلی دي او په هغو کې المهاجرین ډله هم یوه فعاله ډله شمیرل کیږي . هغه چې دجولائی دپنځلسمې نیټې دجنګي جنایتونو سره اړونده تورونو په باب ئې خبرې کولې وویل دسورئې حکومت دهیواد په بیلابیلو سیمو کې دتوپونو او هوائی بمباریو پشمول له ترهه ګرو سره سختې مبارزې ته هماغه راز دوام ورکوي .
Add new comment