د حضرت امام علی النقي الهادي علیه السلام د شهادت کلیزه

سرلیک: د رسول الله مبارک د یو ګران لمسي حضرت امام هادی علیه السلام  د شهادت  د تلین  شپې ورځې دي.  د هغه لوی امام د شهادت په تلین د  تسلیت په  وړاندې کوو  او  په محمد او آل محمد د درود او سلام په استوو، د امام هادی علیه السلام پراخ علم او پوهې له یوې خوا

د اسلام تاریخ د داسې لویو کسانو کتونکی دی چې  د  الهي معارفو د خپراوي او  نیکمرغۍ ته د انسانانو د راړولو په لاره کې یې له هیڅ کوششه ډډه  نه ده کړې. د پیغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم بچیان  د دغه شان کسانو په سر کې راځي چې هڅه یې وکړه  له پيغمبره وروسته  د ځلانده څراغ په شان  د جهل او تیارو سیوری  د بشریت له  مخه لرې کړي. .
 د رسول الله مبارک د یو ګران لمسي حضرت امام هادی علیه السلام  د شهادت  د تلین  شپې ورځې دي.  د هغه لوی امام د شهادت په تلین د  تسلیت په  وړاندې کولو  او  په محمد او آل محمد د درود او سلام په استولو سره  دهغوی د ژوند په یو څو اړخونو رڼا اچوو.
د امام علی نقی علیه السلام له پریمانه لقبونو یو  لقب ډیر مشهور دی او هغه د هادی یعنې هدایت کوونکي لقب دی .  په رښتیا سره چې هغه امام له تیارو او جهالتونو د  الهی سعادت د رڼا په لور  هدایتوونکی و .  اوس باید  په  مدینه کې د امام هادی علیه السلام د شتون تاریخ ته ستانه شو  او هلته د دوي د د غه لقب  علتونه او جرړې ولټوو.
امام هادی علیه السلام دوهم امام دی چې  په کم عمرۍ کې امامت ته ورسیده .  هغه په دوه  سوه دولسم کال کې د  مدینې د خواوشا په   صریا نومې  سمې کې نړۍ ته سترګې رڼې کړې  او د  خپل پلار امام محمد تقی علیه السلام   له شهادته وروسته د هجرت په دوه سوه شلم کال  یې د امت هدایت په غاړه واخسته .
د هغه حضرت امامت د  اهل بیتو دښمنانو په تیره بیا  عباسي واکمنانو ته  د زغملو وړ نه و  او  له  همدې امله هغوی له هماغه لومړیو ورځو  له  امته د امام د جدا کولو هڅه وکړه .  بنی عباسو واکمنانو چاره په دې کې ولیده چې   له وړوکوالي امام هادي تر خپل کنټرول لاندې وساتي  له دې امله یې د مدینې ښار له ډیر لوی عالم  عبدالله جنیدي مرسته وغوښتله چې د امام د تعلیم او تربیت په پلمه  چې په هغه وخت کې یوازې  اته کلن ماشوم و ، هغه حضرت  په صریا کې تر څارنې لاندې ونیسي او  له هغه حضرت سره  د  خلکو د اړیکو مخه ونیسي.  خو په ډير لږ وخت کې امام هادي داسې په  عبدالله جنیدي  اثر وکړ  چې دغه عالم د امام په سترتوب اعتراف وکړ  او  اخر یې د هغه حضرت  په امامت عقیده پیدا کړه .
د محمد بن سعید په نامه یو کس وایي:  د جمعې په ورځ مې جنیدي ولیده  ، ورته ومې ویل :  هغه هاشمي ماشوم چې ته یې د روزنې مسوول یې څه وایي؟  . جنیدي ماته  په غوسه وکتل او  وې ویل : « هغه ماشوم له بني هاشمو لوی شیخ دی .  تاته په خدای قسم درکوم آیا په مدینې کې تر ما هوښیار کس لیدلی دی ؟  ومې ویل : نه ، ویې ويل  هر کل چې زه د خپل علم په مټ یوې داسې مسالې ته اشاره کوم چې  خیال کوم  یوازې زه پرې پوه شوی  یم ، هغه  په هغه میدان کې  د حقیقت ځینې دروازې ماته  پرانیزي .  کله  له هغه غواړم چې  د  قرآن یو سورت ولولي   نو هغه په  داسې خوږ غږ سره ایتونه تلاوتوي چې زه حیرانه کیږم.  سبحان الله.... هغه دا دومره علم له کومه راوړی دی ؟
خلک ګومان کوي چې   زه هغه ته سبق ښیم. حال دا چې زه یې له هغه زده کوم . په خدای قسم چې هغه په ځمکه تر ټولو غوره  کسی دی او تر ټولو لوړ کس دی چې خدای پیدا کړی دی»
 د امام هادی علیه السلام په ژوند کې دغه شان  بیلګې په ښه توګه د هغوی هدایتوونکی رول بیانوي.
په هغه کلونو کې چې  امام هادی علیه السلام په مدینه کې و په خلکو یې دومره  اغیز شیندلی و چې  دوست او دښمن به یې حیرانوه .  دوي داسې دخلکو په زړونو حکومت کاوه چې  حاسدانو به ورسره حسد کاوه  په دوي کې یو کس چې د امام هادي علیه السلام له مقام سره یې همیشه رشک کاوه  د مسجد النبی (ص)  امام  عبدالله بن محمد و  چې   د  امام هادی له ولسي نفوذه ډیر  سخت غوسه و.  هغه د  وخت د واکمن د لمسولو لپاره ډیر کوشش وکړ.   عباسی واکمن  متوکل ته یې لیک ولیکه او په هغه کې یې  په امام هادي د هیڅ تومت له لګولو ډډه ونه کړه . متوکل هم چې  د امام وجود یې په مدینه کې نه شو زغملی ،  یحیی به هرثمه یې  له  درې سوو کسانو سره یو ځای  مدینې ته ولیږه چې  امام هادي په زوره د  بغداد په شمال کې سامرا ته بوځي.
سبط ابن جوزی ،  په مدینه کې د یحیی بن هرثمه د شتون کیسیه په خپله ژبه داسې بیانوي:
« کله چې مدینې  ته ورسیدم ،  خلکو ژړا او فریادونه کول .  دا  فریادونه او ژړاګانې د دې لپاره وې چې خلک د امام هادي   د ژوند لپاره  له خطره ویریدل. داسې چغې وې لکه دقیامت ورځ چې وي»
بې له شکه دا څه وړه خبره نه ده  او باید ډیر دقت او سوچ پکې  وکړی شي.  ځکه  متوکل  عباسی سره له خپلو ټول شیطانیو او ورانکاریو   د مدینې له خلکو د  امام هادي د جدا کولو لپاره ډیر له چل او چالاکۍ کار واخسته ؛ دا ځکه چې  امام هادي په خلکو کې  ډير لوړ مقام درلود.  که  د خلیفه له خوا له استول شوي استازي سره د  امام د پلویانو د ډغرې ویره نه وه ، هغه به هیڅکله  له یحیی  سره درې سوه کسان نه لیږل .  دا د دې نښه وه چې امام هادي د خلکو په زړونو کې ځای لري.
امام هادی علیه السلام ،  په مدینه کې د خپل شتون په موده کې  د اسلام د اعتقادي او فرهنګي  بنیادونو او تعلیماتو پراختیا  او دمسلمانانو هدایت ته ملا وتړله .  هغه حضرت  د امامت له  رڼې او خوږې چینې د عدالت او حقیقت  تږي خړوب کړل .  همداراز له هغه ورځې چې  په زوره په  سامرا کې استوګن کړی شو،  اتلس کاله د عباسي واکمنانو تر سختې څارنې لاندې و. له دغه سخې څارنې سره سره  هغه هیڅکله د اسلامي امت په تیره بیا د خپلو پيروانو له  هدایته لاس وانه خسته  او په لا ډیر کوشش سره یې دهدایت رول ولوباوه .  هر څومره به چې پر امام د ظالمو عباسی واکمنانو فشار زیاتیده، د  مبارزې په شکل کې   د هوښیارۍ او بصیرت ضرورت لا زیاتیده . له دې امله  امام هادی علیه السلام د خپل وخت  له ظالمو واکمنانو سره  غیر  مستقیمه مبارزه پیل کړه .  دوی به  په مناسبو فرصتونو کې  د عباسیانو حکومت  نامشروعه معرفي کاوه او  مسلمانان به یې بې له سخت ضرورته ، له  هغوي سره له  هر ډول ملګرتیا منعې  کول.  او په دې  طریقه یې خلکو ته د ظالمو او فاسدو حاکمانو  څیره نوره هم ښکاره کړه .
په سامرا کې د امام هادي دشتون  د سختو شرایطو په وجه  او دې ته په پام سره چې  له خپلو پیروانو سره د امام نیغ په نیغه اړیکې  تقریبا ناممکنه وې. نو د وکیلانو په وسیله د خپلو پيغامونو رسول  یوه ښه لاره  وه . د  وکیلانو د چینلو یوه هدف  د امام هادی علیه السلام  د وکیلانو په وسیله د خلکو خبرول وو. په نزدې اولرو ښارونو کې د امام د پيروان د شمیر ډیر والي   او د امام هادی علیه السلام  په خلاف سختو څارنو او محدودیتونو ته په پام سره  ، هغه حضرت مجبوره شو  چې په شیعه میشته سیمو کې  له خپل لوري ځینې وکیلان او استازي وټاکي  او خلک  د دغه وکیلانو او  استازو له شتونه خبر کړي.
د ټولنې په هدایت کې د امام هادي علیه السلام یو بل چورلیزي رول  د علمي مرکزونو پیاوړې کول وو.  امام هادي د  وړو  او لایقو کسانو  په پيژندلو او جذبولو  پسې هغوی د علم او معرفت په رڼا وځلول. که څه هم د واکمنانو له لورې  فشارونه   د علم او حکمت له دغه لویې سرچینې د  علم د تږو کسانو د خړوبیدو مخه نیوله  خو د معرفت  لټونکو  په هر ممکن شکل ځان امام ته رساوه  او د خپل ظرفیت په حد کې یې  له دغه بې پایه سمندره خپله تنده ماتوله .  دهغه حضرت د تکړه شاګردانو شمیر  تر یو سل پينځه اتیاوو ذکر شوی دی  چې ټول دخپلې زمانې  لوی عالمان ګڼل کیدل .  د  عبدالعظیم حسنی او  ابن سکیت اهوازي په شان  شخصیتونه د امام هادي په مکتب کې وځلیدل .
امام هادي  د ټولنې فکري بهیرونه تر بشپړ نظر لاندې لرل او  تر ممکنه حده یې له بې لاریو  سره مقابله کوله .  دهغوي په وخت کې یوه ډله  بې لارې شوې وه چې «جبریه» نومیده، هغوی په دې باور وو چې  انسانان په خپلو عملونو هیڅ اختیار نه لري  او  کوم کارونه چې کوي  د هغو په کولو دخدای له خوا مجبوره دي.  امام هادي علیه السلام  د د غه بې بنیاده عقیدې په وړاندې ودریده  او په استدلال او منطق سره یې هغه رد کړه .  هغه حضرت به فرمایل:  څوک چې د جبر عقیده لري معنا یې داده چې  خدای خپل (ګناهکار) بندګان ګناه ته مجبوروي.  بیا یې دهمدغه ګناه په وجه سزا کوي .  داسې کس په حقیقت کې خدای ظالم ګڼي او دهغه انکار یې کړی دی .
سره له دې چې امام هادي علیه السلام  په  سامرا کې تر سختې څارنې لاندې و  او په دې لاره کې یې  ډير کړاوونه او ربړې وزغملې  خو هیڅکله ظالمانو ته تسلیم نه شو . دا  خبره د عباسي وکمنانو لپاره ډيره  ویروونکې او  نه زغمیدونکې وه .  له دې امله  هغوي د  هدایت د دغه رڼا د ګلولو یوازینۍ لاره دا وګڼله چې امام هادي له لارې وغړوي  په دې ډول یې امام هادي ته د معتز ، د خلافت په زمانه کې زهر ورکړل  او  د ۲۵۴ هجري  قمري کال د بززګې  یا رجب میاشتې په  دریمه نیټه  په  یو څلویښت کلنۍ کې شهید کړی شو . هغه حضرت  یې په سامرا کې خاورو ته وسپاره.
د امام هادي علیه السلام د  شهادت د ورځې په مناسبت یو ځل بیا تسلیت وړاندې کوو او  دهغوی د وینا یو غور چاڼ ته ستاسو پام غواړو.
امام فرمایي:
« ډیر  استغفار او شکر کوه  ځکه چې که داسې دې وکړل نو  د د نیا او اخرت ټول  خیر  او نیکمرغي به لاسته راوړې»
مونږ هم په دې مناسبت د رسول ا... د کورنۍ ټولو مینه والو ته تسلیت او تعزیت وایو.
 

Add new comment