اردوغان: ترکیه به د داعش له ترهه ګرو د موصل د ازادولو په عملیاتو کې رول لوبوی

د عراق لومړی وزیر حید العبادی نن د موصل د ازادولو د عملیاتو د پیل خبرورکړ

د فرانس پریس له راپور سره سم د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان جوته کړه چی ترکیه به د داعش له ترهه ګرو د موصل د ازادولو په عملیاتو کې رول لوبوی ځکه چی انکارا دا تصور نشی کولې چی په څنډه کې پاتې شی.
هغه زیاته کړه مونږه په دغو عملیاتو اعتقاد لرو او په هغو کې به رول لوبوو .
د عراق لومړی وزیر حید العبادی نن د موصل د ازادولو د عملیاتو د پیل خبرورکړ .
موصل د داعش د ترهه ګرې ډلګۍ له نیواک لاندې تر ټولو ستر ښار دې او د دغه ښار ازادی به په داعش ترهه ګرې ډلې سخت ګوزار وی . عراق مقاماتو ویلی دی چی ترکیه به د موصل په عملیاتو کې ګډون نه کوی .
د ترکیې په پوځ کې یوه خبر مقام ویلی حاضر دمه ترکیه د موصل په عملیاتو کې ګډون نلری .

Add new comment