آیت ا... مکارم شیرازی: دا ډول بریدونه د ناامنۍ د جنون او لیونتوب له املهدی

یونیم کال کیږی چې آل سعود په یمن کښې جنایتونه کوی خو د دغه هیواد خلک په لازیات هوډ سره خپل مقاومت جاری ساتی

آیت ا... مکارم شیرازی نن د قم ښار په مسجدِ اعظم کښې د فقهې د درسِ خارج په پیل کښې، په یمن باندې د آل سعود رژیم حملې ته په اشارې سره وویل: په یمن کښې د عزادارۍ په مراسمو د دغه ظالم رژیم حمله او له امله یې د سل هاو کسانو مرګ ژوبله، د بشری حقوقو د نړیوالو مدعیانو د سترګو په وړاندې یوه بې مخینې حمله ده.
د تقلید دغه مرجع په دې خبرې سره چې دا ډول بریدونه د ناامنۍ د جنون او لیونتوب له امله دی، زیاته کړه: آل سعود له خپل راتلونکی ناهیلې شوی دی او له حالاتو ناامیده کیدل، لیونتوب دی.
هغوی څرګنده کړه: یونیم کال کیږی چې آل سعود په یمن کښې جنایتونه کوی خو د دغه هیواد خلک په لازیات هوډ سره خپل مقاومت جاری ساتی.

Add new comment