سعودي عربستان کې سخت اقتصادي کړکیچ 

د سعودی عربستان جنګ غوښتنې دغه هیواد دبې ساری اقتصادی سپمه په شرایطو کښې وروستلی دی .

په داسې حال کښې چې سعودی عربستان دتیلو یو(۱) ترټولو ستر صادرونکی هیواد دی  خو دسوریې او دیمن په شمول په ځینو هیوادونو کښې دپوځی لاسوهنې او دجنګونو د رامینځته کولو په علت له سخت اقتصادی کړکیچ سره مخ شوی دی .
دسعودی عربستان په مشرۍ په عربی ائتلاف کښې د پوځی عملیاتو لګښتونه او په یمن کښې څه دپاسه اتلس(۱۸) میاشتې جنګ او په سوریې کښې په جنګونو کښې په لاس لرلوسربیره چارې سبب شوی چې د عربستان بودجه د  زیاتو وسلو د اخیستلو په خاطر ډیره کمه شی .
د بودجې خسارې سعودی عربستان دې ته مجبور کړ چې له تیرې دسمبر میاشتې راهسې دخلکو لپاره  د انرژۍ او د اوبو سبسیډیانې ختمې کړی او دتیلو ، اوبو او ګازو بیې زیاتې کړی .
په سعودی عربستان کښې سخت اقتصادی کړکیچ د هندوستان ، پاکستان ، بنګلادیش او د فیلپیین په زرګونو کارګران له کافی پیسو او سرپناه لرلو پرته خپلو هیوادونو ته ستنیدا ته مجبور کړی دی .

Add new comment